د دغه بنسټ مسوول، سید احمد سیلاب ویلي چې له دا ډول ډلهییزو مراسمو څخه یې هدف په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوی او د ځوانانو د ستونزو حل دی.
د سیلاب په وینا چې د دغو مراسمو له ترسرهکېدو وروسته هر جوړې ته ۱۲۰ قلمه کورني توکي هم ورکړل شوي دي.

ښاغلي سیلاب همداراز ویلي، لا هم په هېواد کې داسې ځوانان شته چې د ودونو وس نه لري او یا یې ناوړه دودونو د دغو مراسمو د ترسرهکېدو مخه ډب کړې ده.
بلخوا ځایي مسوولینو د ځوانانو لپاره د ودونو ورته ډلهییز مراسم ستایلي او له سوداګرو یې غوښتي چې په دې برخه کې د ځوانانو لاسنیوی وکړي.
سیلاب خیریه بنسټ تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه ځوانانو ته د واده ډلهییز مراسم برابر او ترسره کړي دي.


