خانهافغانستانعظیمي، ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

عظیمي، ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

په استانبول کې د ا.ا جنرال قونسل، محمد اکبر عظیمي د ترکیې په یو نړیوال سوداګریز نندارتون کې ګډون کړی، او همداراز یې له یو شمېر ترکي پانګوالو او سوداګرو سره هم کتلي دي.

په استانبول کې د اسلامي امارت جنرال قونسلګرۍ په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې عظیمي د دې کتنې پرمهال ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې دا نړیوال سوداگریز نندارتون(MÜSİAD EXPO 2026)  د ترکیې کسبگرو او سوداگرو خپلواکې ټولنې له لوري جوړ شوی و. 

سرچینې لیکلي چې په دې نندارتون کې د ترکیې د صنعت او سوداگرۍ وزیر، د بېلابېلو سوداگریزو او صنعتي شرکتونو استازو، پانگوالو او یوشمېر ډیپلوماټانو گډون کړی و.

د اسلامي امارت د جنرال قونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې چې محمد اکبر عظیمي په یاد نندارتون کې د ګډون پرمهال له ترکي سوداګرو سره کتلي او په افغانستان کې یې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړي دي.  

نوموړي همداراز له ترکي سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. 

د یادولو ده چې په وروستیو کې یو شمېر ترکي سوداګرو هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه