خانه افغانستان “هلمند کې د انساني درملو د غیرقانوني رالېږد مخه نیول شوې”

“هلمند کې د انساني درملو د غیرقانوني رالېږد مخه نیول شوې”

0
18

د هلمند مسوولین وایي، د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ۲۴۹ کارتنه انساني درملو د قاچاق مخه نیول شوې ده. 

د اسلامي امارت ۲۱۵ عزم قول‌اردو په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا درمل په دریو موټرو کې بار وو چې د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء د منسوبینو له لوري نیول شوي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دې تړاو درې کسان نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.  

یادې قول‌اردو پرون هم خبر ورکړی و چې د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۳۰ کارټنه قاچاقي درمل نیولي وو. 

د مسوولینو په وینا چې قاچاقبرانو غوښتل چې دا درمل په غیرقانوني توګه هېواد ته وارد کړي، خو د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو یې مخه نیولې ده. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول‌شوي درمل د مسوولینو په شتون کې سوځول شوي دي. 

د یادولو ده چې دا مهال له پاکستان سره هر ډول سوداګري او ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي او اسلامي امارت خبرداری ورکړی و چې هر ډول غیرقانوني توکي به له نیول‌کېدو سره سم له منځه وړل کېږي.

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید