خانهافغانستانجرمني ۴۸۸ نور افغان کډوال راوباسي 

جرمني ۴۸۸ نور افغان کډوال راوباسي 

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت د ۴۸۸ هغو افغان کډوالو د ایستلو اراده لري چې تر نیمايي ډېر یې په کوم جرم هم تورن نه دي. 

د راپورونو له مخې چې د جرمني حکومت د دغه هېواد پولیسو ته ۴۸۸ افغانان د ایستلو لپاره ورپېژندلي دي. 

ویل کېږي چې په دغو ایستل‌کېدونکو افغان کډوالو کې نږدې ۲۷۰ یې هېڅ جرمني سابقه هم نه لري او نه په کوم جرم تورن دي.

دا چې جرمني حکومت ولې دا اقدام کړی، تر اوسه په دې اړه جزییات نه دي رسنیز شوي. 

په راپورونو کې راغلي چې دا افغان کډوال د حکومت لخوا د جولای له ۸مې د سپتمبر تر ۱۸مې پورې د دغه پولیسو ته د ایستلو لپاره ورپېژندل شوي دي. 

تر اوسه دا هم نه ده روښانه شوې چې په دې ډله افغانانو کې څومره کوم څوک راایستل شوي که نه.

جرمني یو له هغو اروپایي هېوادونو څخه دی چې په دې وروستیو کې یې سلګونه افغانان افغانستان ته رالېږلي دي. 

د دغه هېواد حکومت ویلي وو چې دوی به یوازې هغه افغانان بېرته خپل هېواد ته لېږي چې جرمي سابقه ولري او کوم جرم یې ترسره کړی وي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه