خانهنړۍایران وایي، د بیاځلي برید په غبرګون کې به له نوې ټیکنالوژۍ...

ایران وایي، د بیاځلي برید په غبرګون کې به له نوې ټیکنالوژۍ استفاده وکړي

د ایران وسله‌وال پوځ خبرداری ورکړی چې که پر دوی هر ډول برید وشي، په ځواب کې به یې نوې ټیکنالوژۍ وکاروي او غبرګون به یې څو چنده خطرناک وي. 

د دغه پوځ یو ویاند ویلي چې اوسمهال د ایران بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو نور پرمختګ هم کړی، او د دغه هېواد ځواکونه د هر ډول برید پر وړاندې چمتو دي.  

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې چې هرمز تنګی لا هم د دوی له لوري تړل شوی، او د امریکا له لوري د دوی د شرطونو له منلو مخکې به یې ونه پرانیزي. 

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي یو وار بیا پر ایران د بریدونو بله څپه پیل کړي. 

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې چې ټرمپ غواړي پر ایران دا بریدونه د سیمې د ځینو هېوادونو په ملتیا پیل کړي. 

خو د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف او بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي بیا ټینګار کړی چې دوی به تر هغو پورې د هر ډول جګړې پر وړاندې چمتو وي، تر څو چې د دوی شرطونه د امریکا له لوري منل شوي نه وي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه