خانهافغانستاننیمروز کې ۵۰ ځوانانو ته د واده ډله‌ییز مراسم وشول

نیمروز کې ۵۰ ځوانانو ته د واده ډله‌ییز مراسم وشول

د دغه بنسټ مسوول، سید احمد سیلاب ویلي چې له دا ډول ډله‌ییزو مراسمو څخه یې هدف په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوی او د ځوانانو د ستونزو حل دی.

د سیلاب په وینا چې د دغو مراسمو له ترسره‌کېدو وروسته هر جوړې ته ۱۲۰ قلمه کورني توکي هم ورکړل شوي دي. 

 ښاغلي سیلاب همداراز ویلي، لا هم په هېواد کې داسې ځوانان شته چې د ودونو وس نه لري او یا یې ناوړه دودونو د دغو مراسمو د ترسره‌کېدو مخه ډب کړې ده. 

بلخوا ځایي مسوولینو د ځوانانو لپاره د ودونو ورته ډله‌ییز مراسم ستایلي او له سوداګرو یې غوښتي چې په دې برخه کې د ځوانانو لاسنیوی وکړي. 

سیلاب خیریه بنسټ تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه ځوانانو ته د واده ډله‌ییز مراسم برابر او ترسره کړي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه