د ارزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند، بلال ارزګاني خامه پرس ته منلې چې نجیب الله له یو بل چا سره د ځمکې لانجه درلوده او محکمې هم د ده په ګټه پرېکړه کړې وه.
د ښاغلي ارزګاني په وینا، چې نجیب الله عرفاني د محکمې له پرېکړې وروسته تېره شپه د ناپېژانده کسانو لخوا وژل شوی دی.
د ارزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند دا هم ویلي چې د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي او په دې اړه لا نورې پلټنې پيل شوې دي.
بلخوا په دې ولایت کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې وژلشوی کس د سیمې د یو قومي مشر، نقیب الله عرفان ورور دی.
ارزګان کې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوي چې ستر لاملونه یې شخصي دښمني او د ځمکې په خاطر شخړې ښوول شوې دي.


