د ا.ا کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په کاپیسا ولایت کې هغه کس نیول شوی چې له یو کور څخه یې ۵۵ زره یورو غلا کړې وې.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې یاد کس دا پيسې د کاپیسا ولایت، کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې له یو کور څخه غلا کړې وې.
د خبرپاڼې له مخې چې له نیولشوي کس څخه غلا شوې پیسې ترلاسه شوې او د لازمو پړاوونو له بشپړولو وروسته بېرته خپل اصلي مالک ته سپارل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د هرات په اسلامکلا کې د ۵۸۰ زره ډالرو قاچاقکوونکی نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کس دا پیسې ایران هېواد ته قاچاق کولې چې د اسلامي امارت د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د سرچینې په وینا چې نیولشوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو غلاکوونکي او قاچاقکوونکي نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.


