خانه افغانستان دفاع وزارت: نورستان کې د پاکستاني ملېشو په ملاتړ را اوښتي ۲۸...

دفاع وزارت: نورستان کې د پاکستاني ملېشو په ملاتړ را اوښتي ۲۸ وسله‌وال وژل شوي

0
12

د اسلامي امارت دفاع وزارت وایي چې د نورستان کامدېش ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د پاکستاني ملېشو له ملاتړ برخمن ۲۸ وسله‌وال کسان وژلي او ۳۲ نور یې ژوندي نیولي دي.
د دغه وزارت په راپور کې راغلي چې دغه وسله‌وال کسان د پاکستاني مليشو، پاکستاني اربکیانو او داعش ډلې غړو په همغږۍ له ډیورنډ فرضي کرښې را اوښتي وو.
د راپور له مخې: “د دښمن د دغې شومې دسیسې پر وړاندې د هېواد ويښو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډیره چټکۍ سره عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې ۲۸ کسان ووژل شول ۳۲ ژوندي ونیول شول او پاتې نور بیرته د ډیورند کرښې پورې غاړې د پاکستاني ملیشو مرکزونو ته وتښتیدل.”
د اسلامي امارت دفاع وزارت لیکلي چې په دې دسیسه کې کارول شوي اکثره افراد د افغانستان مخکني حکومت نظامیان وو چې د پاکستاني استخباراتو لخوا په دې پلمه پاکستان ته غوښتل شوي وو، چې دوی ته به په نورو بهرنیو هېوادونو کې د پناه اخیستلو او لوړو معاشونو ترتیب برابروي.
په راپور کې ویل شوي چې پاکستان ته له تګ وروسته دا مخکني نظامیان د پاکستاني پوځ او آی ایس آی لخوا جوړ شویو کمپونو ته انتقال شوي وو او له لنډو نظامي زده‌کړو وروسته د افغانستان د ناامنۍ لپاره نورستان ولایت ته رالېږل شوي وو.
د اسلامي امارت دفاع وزارت د سیمې پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې پاکستاني پوځيان یو ځل بیا د ټولې سیمې د نا امنه کولو اراده لري، له پاکستان څخه د جګړو د صادرولو او د بدو خلکو د روزنې او نورو هیوادونوته د نا امنۍ لپاره د لیږلو په پروژه بوخت دي.

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید