خانهنړۍیونان کې د چاودنې له امله څلور امریکایان وژل شوي 

یونان کې د چاودنې له امله څلور امریکایان وژل شوي 

امریکایي رسنیو په یونان کې د هغې چاودنې خبر ورکړی چې له امله یې څلور امریکايي وګړي وژل شوي دي. 

په راپورونو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په حواله ویل شوي چې د دې چاودنې له امله ټول شپږ کسان وژل شوي چې څلور یې امریکایي وګړي دي. 

د راپورونو له مخې چې دا پېښه د ګازو ډبې چاودنې له امله شوې، او یو شمېر کسان پکې ټپيان شوي هم دي.  

تر اوسه د دې چاودنې دقیق لامل نه دی په ډاګه شوی.

د ګازو ډبې چاودنې پېښې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کېږي چې وخت ناوخت لسګونه کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو لامل هم کېږي.

د یادولو ده چې د ګازي ډبې چاودنې پېښې په ډېرو مواردو کې خطرناکې تمامېږي.

د دې ترڅنګ د ګازو له امله رامنځته شوې چاودنې تر ډېره په کانونو کې هم پېښېږي چې وخت ناوخت یې له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه