د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا مړی نن شنبه د غبرګولي ۲۷مه له پنځو ورځو نادرکۍ وروسته موندل شوی دی.
بلخوا د کابل امنیې قوماندانۍ له خامه پرس سره په خبرو کې دا پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې په دې تړاو د استخباراتو لخوا دوه کسان نیول شوي دي.
د قمبرعلي په نامه د دغه ۴۵ کلن سړي کورنۍ ادعا کړې چې هغه له تېرې سهشنبې راهیسې لا درکه شوی و او کله چې یې د ماشومانو د کور تلخونې ته ښکته شوي ول د هغه په زندۍ شوي جسد یې سترګې لګېدلې وې.
دا مړی عدلي طب ته تر وړلکېدو وروسته خاورو ته سپارل شوی دی.
تر اوسه د دې وژنې اصلي لامل نه دی روښانه شوی، خو د کورنۍ غړي یې وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو په دې تړاو دوه کسان نیولي دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرموزې او هدفي وژنې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې کورنی تاوتریخوالي، شخصي دښمني او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.


