خانهافغانستانبلخ کې ۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې

بلخ کې ۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې

د ا.ا عدلیې وزارت خبر ورکړی چې په بلخ ولایت کې د «خاتم الأنبیا پروژې» په نوم ۶۰۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر اساس امارتي تثبیت شوې ده.

د دغه وزارت په وېب‌پاڼه لیکل شوی چې دا ځمکه د شمال زون امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې، د اسنادو او مدارکو له بررسۍ وروسته امارتي تثبیت شوې ده. 

د خبرپاڼې له مخې چې دا ځمکه د بلخ ولایت د مرکز، مزارشریف ښار د دولسمې ناحیې په قلعه قل محمد سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون یې موضوع مخکې بررسي کړې وه.

د سرچینې په وینا: “د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې د یادې شوې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.”

عدلیې وزارت لیکلي چې متصرفین مکلف دي چې یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه