د فرانسې ولسمشر، امانوېل مکرون ریاض ته د ناڅاپي سفر پرمهال د سعودي عربستان له ولیعهد، محمد بن سلمان سره د کتنې پر مهال د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
مکرون دا ناڅاپي سفر پرون کړی او له محمد بن سلمان سره یې د سیمې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې چې مکرون له محمد بن سلمان سره د کتنې پر مهال د سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو، د امنیت پیاوړتیا او د ثبات ټینګښت په اړه خبرې کړې دي.
ریاض ته د فرانسې ولسمشر، امانوېل مکرون دا سفر نااعلان شوی و او په ناڅاپي توګه شوی دی.
مکرون د دې کتنې پرمهال له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څه مودې راهیسې د سعودي عربستان او یمن حوثیانو ترمنځ جګړې زور اخیستی او دواړو لوریو یو پر بل خونړي بریدونه کړي دي.
بلخوا د نړۍ ډېرو هېوادونو له حوثیانو سره د جګړې پرمهال له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د حوثیانو بریدونه یې په سیمه کې د ناامنۍ لامل بللي دي.


