د ا.ا ټولګټو وزارت وایي چې په بلخ ولایت کې د ۲۹٫۴ میلیون افغانیو په ارزښت د دوو ترمیماتي پروژو چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې د ۶۸ کیلومتره په اوږدوالي سره د دې پروژو چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي.
حقشناس ویلي چې په یادو پروژو کې د حیرتان عمومي سړک د ۴۱کیلومتره برخې د داغګیرۍ، پلګوټو او شولډرونو د ترمیم، او همدارنګه د کلدار ولسوالۍ د ۲۷کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې شاملې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې د یادو سړکونو په ترمیم او داغګیرۍ سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد ستونزې تر ډېره هوارې شي او د سړکونو د لا ډېر تخریب مخنیوی وشي.
سرچینې لیکلي چې د ټولګټو وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د لویو لارو او سړکونو د بیارغونې او ترمیم چارې ترسره کوي، چې له امله یې د هېوادوالو د هوسا تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي.


