خانهنړۍسپاه‌پاسداران: پر ایران هر ډول برید به بې‌ځوابه پرېنږدو 

سپاه‌پاسداران: پر ایران هر ډول برید به بې‌ځوابه پرېنږدو 

د ایران سپاه‌پاسداران وایي چې د امریکا – اسرائیل احتمالي بریدونو ته بشپړ چمتووالی لري، او پر دوی به هر ډول برید بې‌ځوابه پاتې نه‌شي. 

د سپاه‌پاسداران ویاند، حسین محبي ټینګار کړی چې د سپاه‌پاسداران پوځي تګلاره له دفاعي دریځه تعرضي چلند ته بدله شوې، او پر ایران د هېڅ ډول برید پر وړاندې به ځنډ ونه‌شي. 

ایران دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې په وروستیو کې ځینو رسنیو د امریکا پوځي چارواکو په حواله پر ایران د احتمالي بریدونو راپور ورکړی دی.

سرچینو ویلي چې د امریکا او اسراییل پوځونه د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د احتمالي نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.

امریکایي رسنیو لیکلي چې بلخوا اسراییلي جنګي الوتکو هم د ایران لوېدیځو پولو ته څېرمه د ځواک ښودلو په موخه پوځي تمرینونه ترسره کړي دي.

د یادولو ده چې تر دې مخکې یو شمېر نورو ایراني چارواکو هم خبرداری ورکړی و چې که د ایران پر وړاندې پوځي یرغل وشي، تهران به ټول ځواک وکاروي او مقابل لوري ته به حیرانوونکی ځواب ورکړي.

د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم پر خپل ځای دي او دواړو هېوادونو یو پر بل بریدونه پیل کړي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه