د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، سید کریم هاشمي وایي چې د نړیوالو شرکتونو مسوولین او پانګوال دې افغانستان ته سفر وکړي او دلته دې اقتصادي ظرفیتونه او د پانګونې فرصتونه له نږدې وارزوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي هاشمي د یو پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان په پلازمېنه عشقاباد کې د نفت او ګاز په نړیوال کنفرانس او نندارتون (OGT 2026) کې ګډون کړی دی.
سرچینې لیکلي چې سید کریم هاشمي د دغه کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رییس «مرګن ګوردوف» او د نړیوالو شرکتونو له مسوولانو سره هم کتلي، او د سوداګریزو اړیکو پراختیا، افغانستان کې د پانګونې فرصتونو او د افغانستان او ترکمنستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې دغه نړیوال کنفرانس او نندارتون د ترکمنستان او د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړو چارواکو، د اقتصادي بنسټونو مسوولینو، پانګوالو او د نفت او ګاز په صنعت کې د فعالو نړیوالو شرکتونو د استازو په حضور کې پرانیستل شوی دی.
سیدکریم هاشمي د نړیوالو شرکتونو مسوولین او پانګوال افغانستان ته رابللي، او ویلي یې دي چې نړیوال پانګوال دې د هېواد شته اقتصادي ظرفیتونه او د پانګونې فرصتونه له نږدې وارزوي.


