خانهافغانستاند بامیان – دایکندي سړک د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت...

د بامیان – دایکندي سړک د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت ترمیم کېږي

ټولګټو وزارت وایي چې د بامیان – دایکندي ۵۷ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس لیکلي چې دا پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې، او پرون یې چارې رسماً پیل شوې دي.

ښاغلي حق‌شناس ویلي چې په دې پروژه کې د سړک د ځینو برخو کیندنه، هموارکاري، جغل اچونه، د استنادي دېوالونو او پلګوټو جوړول شامل دي، چې چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د خبرپاڼې له مخې چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د چارو په بشپړېدو سره به یې د بامیان او دایکندي ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اصلي او فرعي سړکونو د جوړولو او رغولو چارې پیل شوې چې د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه