د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او صادراتو پر وړاندې د ستونزو د حل لپاره نوې طرحې او حللارې څېړل شوې دي.
د دغه وزارت مسوولینو ویلي چې د ترانسپورټي ستونزو، اکمالاتي ځنځیر او د غیرنفتي صادراتو د پیاوړتیا په اړه وړاندیزونه شوي، او د ستونزو د حل لپاره به د اړوندو هېوادونو له چارواکو سره د خبرو او د ایران د سفارتونو له لارې هڅې وشي.
ایراني چارواکو د سوداګرۍ پياوړتیا په برخه کې د افغانستان ترڅنګ د عراق او پاکستان نومونه هم یاد کړي، او په وینا یې چې دغو هېوادونو ته د صادراتو پياوړتیا لپاره هڅې پیل شوې دي.
د یادولو ده چې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ بندېدو وروسته د کابل – تهران ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
په ورته مهال ګڼشمېر ایراني چارواکي او پانګوال وخت ناوخت د سوداګرۍ پراختیا او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته سفرونه کوي او د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره ناستې لري.
بلخوا د اسلامي امارت چارواکي هم له ایران سره د سوداګرۍ زیاتېدل تاییدوي.


