د کرکټ نړیوالې شورا په خپله تازه درجهبندۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د انګلستان له لوبډلې یو پاینټ مخکې کړې ده.
د دې تازه درجهبندۍ له مخې چې سریلانکا یوازې په یو پاینټ له افغانستان څخه مخکې په شپږم او ورپسې افغان لوبډله د انګلستان له لوبډلې په یو پاینټ مخکې اووم مقام ته راوستل شوې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا دا درجهبندي وروسته له هغې شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخیزې لوبلړۍ درې واړه لوبې وګټلې.
افغان لوبډلې د هغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه له زیمبابوې په لوړ توپیر وګټله، په دویمه لوبه کې یې بنګلهدېشۍ لوبډلې ته په لوړ توپیر ماتې ورکړه او ورپسې درېیمه لوبه یې هم له زېمبابوې لوبډلې وګټله.
د یادولو ده چې تر دې مخکې د افغانستان کرکټ ځینې لوبغاړي هم د کرکټ نړیوالې شورا په درجهبندۍ کې د غوره لوبغاړو په منځ کې خپل بېلابېل ریکارډونه لري.
بلخوا د کرکټ یو شمېر مینهوالو په متحده عربي اماراتو کې د درېاړخیزې لوبلړۍ د اتلولۍ ګټل د افغان لوبډلې د پرلهپسې او پرځای هڅو پایله بللې ده.


