تهران ته د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر له سفر وروسته یو شمېر ایراني وګړي سړکونو ته راوتلي او په هلته یې د عاصم منیر حضور غندلی دی.
په ټولنیزو پاڼو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې اعتراضکوونکي په لاسونو کې د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنهیي انځور ګرځوي او «عاصم منیر» ته د «جاسوس» خطاب کوي.
دوی ټینګار کوي چې د «جاسوس» عاصم منیر دې له ایران څخه ژر تر ژره ووځي.
د یادولو ده چې له اعتراضکوونکو سره ایراني ښځې هم لیدل کېږي، او د عاصم منیر پر ضد ورته شعار بدرګه کوي.
د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر تهران ته سفر کړی و او د راپورونو له مخې چې نوموړي له ایراني چارواکو سره د تهران – واشنګټن ترمنځ ترینګلتیاوو کمولو په موخه خبرې او ناستې کړې وې.
د یادولو ده چې پاکستان تر دې مخکې هم د امریکا – ایران په مذاکراتو کې د منځګړي رول لوبولو هڅې کړې دي.
بلخوا د ایران د سیاسي چارواکو ځینو کارپوهانو د پاکستان منځګړیتوب ته د شک په سترګه کتلي او په دې برخه کې یې د دوی په ناڅرګندو هڅو نیوکې کړې دي.


