خانهافغانستان"سپین‌بولدک کې د شاوخوا ۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې...

“سپین‌بولدک کې د شاوخوا ۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې”

د ا.ا ټولګټو وزیر، محمد عیسی ثاني د کندهار ولایت په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د اته کیلومتره سړک له رغنیزو چارو لیدنه کړې، او کاري بهیر یې ارزولی دی.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې ښاغلي ثاني د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا د یاد سړک چارې ارزولې، او د پروژې تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسوولینو ته یې د کار چټکتیا، غوره کیفیت، په پروژه کې د معیاري موادو کارونې او په ټاکلي وخت بشپړېدو په اړه سپارښتنې کړې دي. 

محمد اشرف حق‌شناس ویلي چې د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ دغه سړک شاوخوا ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چې په څلورو لینونو کې رغول کېږي.

د خبرپاڼې له مخې چې د سړک په جوړښت کې اصلي او فرعي سړکونه، منځنی ګلدان، د فرعي سړکونو ګلدانونه، د دواړو غاړو پیاده‌روونه او د اوبو لېږدولو ویالې شامل دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې یاده پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ١ میلیارد او ٣٣٥ میلیونه افغانۍ قرارداد شوې ده چې رغنیزې چارې یې دا مهال د ٣٠ سلنه فزیکي پرمختګ سره په چټکۍ جریان لري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه