نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په نایجریا کې د تېرې جمعې په ورځ د وسلهوالو د برید له امله د وژلشویو شمېر له ۴۰ اوښتی دی.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي چې دا برید تېره جمعه وشو، او هغه مهال پولیسو د ۱۰ کسانو وژل کېدل تایید کړي وو.
د راپورونو له مخې چې وسلهوالو دا برید په شمالختیځ «تارابا» ایالت کې کړی، او له هټیو یې خوراکي توکي هم لوټ کړي دي.
نایجریا کې تر دې مخکې هم د ورته بریدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
تر اوسه د دغو بریدونو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو په دغه هېواد کې بېلابېلې وسلهوالې ډلې فعالیت لري چې ډېر ځله د ملکي وګړو پر وژنې لاس پورې کوي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په افریقايي هېوادونو کې ناامنۍ زیاتې شوې او د وژنې دا ډول ډېرې پېښې کېږي.
د سیاسي کارپوهانو په وینا چې د ځینو افریقايي هېوادونو حکومتونه هم هلته د وسلهوالو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.


