خانهافغانستانپر سعودي عربستان تازه بریدونه؛ یو کس وژل شوی، اته ټپيان دي 

پر سعودي عربستان تازه بریدونه؛ یو کس وژل شوی، اته ټپيان دي 

د سعودي عربستان پر «ملک فهد» هوايي ډګر د پروني برید له امله یو کس وژل شوی او اته ټپیان دي.  

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې بلخوا د سعودي عربستان چارواکو دا پېښه تایید کړې ده.  

په ورته مهال امریکايي چارواکو په سعودي عربستان کې له ځینو ډیپلوماټانو غوښتي چې له سعودي عربستان څخه ووځي.

د دوی په وینا، امریکا اراده لري چې د خپلې کورنۍ غړي له سیمې څخه وباسي. 

دا بریدونه داسې مهال دي چې په وروستیو کې د یمن حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ بریدونه زیات شوي او یو پر بل یې خونړي بریدونه کړي دي.

بلخوا یو شمېر هېوادونو له سعودي عربستان او حوثیانو غوښتي چې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

دغو هېوادونو په روانو بریدونو کې له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او د حوثیانو بریدونه یې په سیمه کې د ناامنۍ پراخېدو لامل بللي دي. 

بلخوا سعودي عربستان بار بار د حوثیانو بریدونه غندلي دي، او د دوی پر وړاندې یې په یمن کې د پراخو پوځي عملیاتو خبرداری ورکړی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه