د ازبکستان د ولسمشر مرستیال «جولان وهاوف» په اوسلو کې د افغانستان او سیمهییز امنیت په اړه د ازبکستان او ناروې د استازو ترمنځ د دوه ورځنۍ غونډې د ترسره کېدو اعلان وکړ.
وهابوف په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دې غونډه کې د امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمهییز اتصال په برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ د پراخولو پر لارو چارو بحث وشو.
هغه وویل چې په سیمه کې د دوامداره ثبات رامنځته کول د سیمهییز ادغام په پروسو کې د افغانستان تدریجي ګډون ته اړتیا لري.
باید وویل شي په وروستیو کلونو کې، د منځنۍ اسیا هېوادونو د سیمهییزې همکارۍ او د ټرانزیټ لارو پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی. د خپل جغرافیایي موقعیت له امله، افغانستان کولی شي په سیمهییزو سوداګریزو او ترانسپورتي اړیکو کې رول ولوبوي.
د یادولو ده چې امنیت او د اقتصادي همکارۍ پراختیا د افغانستان سره د سیمهییزو هېوادونو د تعامل په بحث کې مهمې مسلې دي.


