له نن څخه ۸۱ کلونه مخکې په همدې ورځ د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شو، او نن (شنبه، د اکتوبر ۲۴مه) د یاد سازمان جوړېدو له ۸۱مې کلیزې سره برابره ده. ملګرو ملتونو د دې ورځې نمانځل په نړیواله کچه د سولې او همکارۍ پیاوړتیا لپاره یو فرصت بللی دی.
د اکټوبر ۲۴مه د ملګرو ملتونو د منشور نافذېدو د کلیزې په مناسبت هر کال نمانځل کېږي، او ملګري ملتونه د نړۍ پر وضعیت بېلابېلې اعلامیې خپروي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د نړیوالو ننګونو د حل او د یوې ښې راتلونکې د جوړولو لپاره د هېوادونو ترمنځ ګډو هڅو او همکارۍ ته ډېره اړتیا ده، او د دغه سازمان د کلیزې نمانځل یې د ملګرو ملتونو د منشور د بیا تایید لپاره یو فرصت بللی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د خپلې ۸۱مې کلیزې په مناسبت د افغانستان روان وضعیت ته هم اشاره کړې او د افغانستان راتلونکې یې د دغه هېواد له خلکو سره تړلې بللې ده.
یاد سازمان په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګېدلو محدودیتونو اندېښنه ښودلې او ډاډ یې څرګند کړی چې ملګري ملتونه به د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
ملګرو ملتونو همداراز له کلونو راهیسې په افغانستان کې د جګړو، اقلیمي بدلونونو، کډوالۍ او ګڼو نورو ستونزو پر وړاندې د افغانستان زغم ستایلی دی.


