خانهافغانستاند اسلامي امارت مشر: اوسنی نظام په هېواد کې دننه جوړ شوی،...

د اسلامي امارت مشر: اوسنی نظام په هېواد کې دننه جوړ شوی، په بهر کې نه دی تشکیل شوی

د اسلامي امارت مشر شیخ هبة‌الله اخوندزاده د اسد ۲۴مې په مناسبت کندهار کې جوړو شویو مراسو ته د خپلې وینا پر مهال ویلي، چې د اوسني نظام په څېر بل نظام په تېرو سلو کلونو کې په افغانستان کې نه دی حاکم شوی.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړې، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ټول خلک د اوسني نظام تر چتر لاندې ژوند کوي او په خبره یې دا نظام په جرمني یا بن کې نه دی تشکیل شوی بلکې په هېواد کې د ننه رامنځ ته شوی او وزیران یې هم همدلته انتخاب شوي دي.

د ده په وینا، “موږ ولیدل چې تېر حکومت یو والي یا یو وزیر نه شو لرې کولی او ارګ کې یو حکومت او سپېدار ماڼۍ کې بل حکومت اعلان شو.”

د اسلامي امارت مشر د خپلو خبرو پر مهال څرګنده کړه چې د وزیرانو شورا لخوا نوموړي ته وړاندیز وشو څو د زمري ۲۴مه د ازادۍ د ورځې په نامه ونوموي او دغه راز یې نمانځنې ته باید ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شي.

خو د اسلامي امارت مشر وايي، ده یې په ځواب کې وویل چې دا ورځ باید د فتحې د ورځې په نوم ونمانځل شي. د نوموړي په وینا په دې ورځ اشغالګر چې په راس کې يې امریکا وه، د مجاهدینو د قربانیو او سرښندنو په پايله کې مات شول.

هغه دا هم وویل چې ددې ورځې د نمانځنې د لګښتونو په اړه یي د وزیرانو شورا وړاندیز هم رد کړ او ویې ویل چې چې باید د ډېرو لګښتونو څخه ډډه وشي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، نړیوالو تېر حکومت په رسمیت پېژندلی و په داسې حال کې چې په ټول افغانستان یې حاکمیت نه درلود خو په خبره یې، دوی اوسنی حکومت چې د افغانستان په لوېشت لوېشت خاوره حاکم دی، په رسمیت نه پېژني.
نوموړي زیاته کړه چې خلک باید د ده اطاعت وکړي.

د اسلامي امارت مشر په شهیدانو چوک کې له یو شمېر هېوادوالو سره هم له نیږدې لیدلي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه