خانهافغانستاناوچا: روان کال په افغانستان کې نږدې ۱۰۰ کسان د طبیعي پېښو...

اوچا: روان کال په افغانستان کې نږدې ۱۰۰ کسان د طبیعي پېښو له امله مړه شوي 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې روان کال له پیله تر اګسټ میاشتې پورې د طبیعي پېښو له امله ۹۷ کسانو ژوند بایللی او ۳۳۱ نور ټپيان شوي دي. 

د دغه دفتر په راپور کې راغلي چې روان کال په افغانستان کې ۹۲ زره کسان طبیعي پېښو ځپلي دي. 

د راپور له مخې چې د افغانستان په ۲۰۲ ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله دوه زره کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او له ۱۰ ډېر نور کورونه زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې پر سږنیو طبیعي پېښو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له ځپل‌شویو افغانانو سره د نړیوالو مرستندویه ادارو مرستې هم کمې شوې دي.

اوچا سږ کال ډېر طبیعي پېښې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې راپور کړې دي چې له امله یې لسګونه زره کسان ځپل شوي دي. 

د یادولو ده چې په افغانستان کې سږنیو ورښتونو او خونړیو سېلابونو سلګونه هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله واړوله او له امله یې زرګونه کورونه او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

د ورښتونو او سېلابونو ترڅنګ زلزلې هم هغه طبیعي پېښې دي چې وخت ناوخت یې زرګونه هېوادوالو ته مرګ‌‌ژوبلې اړولې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه