د لوګر له زندان څخه د زمري ۲۴مې په مناسبت د دوو ښځینه بندیانو په ګډون ۳۸ بندیان ازاد او د ۴۲ نورو بندیانو د بند موده راکمه شوې.
د لوګر د استیناف محکمې د جزا دیوان غړي «قاري ذاکرالله جنتي» ویلي، چې د یاد حکم له مخې ۳۸ تنه بندیان له بنده ازاد شوي او د ۴۲ نورو د بند په موده کې تخفیف راغلی دی.
په همدې حال کې، د لوګر د زندانونو چارو د تنظیم امر «مولوي حمیدالله حیدري» وایي چې اوس مهال په دغه زندان کې شاوخوا ۲۵۹ تنه بندیان د بېلابېلو جرمونو له امله د بند شپې او ورځې تېروي چې ۱۳ یې ښځینه بندیانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا د زندان ريس تېره ورځ شنبه ویلي، چې ۵۳ بنديان د زمري ۲۴مې په مناسبت د سترې محکمې د حکم په اساس ازاد او د ځينو نورو لپاره د بند موده کمه شوې ده.
باید وویل شي چې د کاپیسا قضایي چارواکو تېره پنجشنبه هم د زمري د ۲۴مې په مناسبت د ۳۵ بندیانو د خوشې کولو او د ۱۴ نورو د بند د مودې د کمولو اعلان کړی دی.
د زمري ۲۴مه د ا.ا په رسمي تقویم کې د “یوم الفتح” په نوم نمانځل کیږي. په دې وروستیو کلونو کې، د دې ورځې په مناسبت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو بندیانو د بند په موده کې بښنه یا کمښت اعلان شوي دي.


