خانهافغانستان"ایران د افغانستان خلکو ته د وېزو په ورکولو کې ستونزه نه...

“ایران د افغانستان خلکو ته د وېزو په ورکولو کې ستونزه نه لري”

د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي وایي چې هېواد یې د افغانستان خلکو ته د وېزو په ورکړه کې د اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.  

عراقچي دا څرګندونې د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنعت له استازو او پانګوالو سره په ناسته کې کړې او ډاډ یې څرګند کړی چې د ویزو په ورکړه کې هېڅ ستونزه نه‌شته. 

د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې یاد وزارت د افغانستان روغتیا پالانو ته د وېزو ورکړې لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی. 

نوموړي دا هم ویلي چې ګاونډي هېوادونه د ایران په بهرنۍ پالیسي کې خاص ځای لري او دغه راز د بندیزونو پرمهال د اقتصادي همکاریو لپاره لوی فرصتونه دي.

د یادولو ده چې د امریکا – اسرائیل او ایران د جګړې له پیله راهیسې د افغانستان – ایران سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي. 

څو ورځې مخکې هم د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان ویلي وو چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پراخې شوې دي.

پزشکیان همداراز ټینګار کړی و چې له امریکا سره د جګړې پرمهال یې ګاونډیو هېوادونو همکاري کړې او دغه هېواد ته د وسله‌والو ډلو د ننوتلو مخه یې نیولې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

1 نظر

  1. د ناروغانو د ویزې تمدید ستونزه باید جدي وکتل شي!

    هلته د ویزې د تمدید په برخه کې ډېر خنډونه شته. هغه کسان چې ناروغان لري او د درملنې لپاره ایران ته ځي، دلته د ویزې اخیستو پر مهال ورته په قونسلګرۍ کې ویل کېږي چې هلته د ډاکټر د سپارښتنې او د درملنې د مودې له مخې ویزه تمدیدولی شئ؛ خو کله چې ناروغ هلته د تمدید مرکز ته مراجعه کوي، له یوې میاشتې زیات تمدید نه ورکول کېږي او ورته ویل کېږي چې بېرته خپل هېواد ته لاړ شئ، نوې ویزه واخلئ او بیا ایران ته راشئ.

    موږ خپله د سرطان ناروغ لرو. په ایران کې ډاکټرانو ورته د شپږو میاشتو د درملنې موده ټاکلې، خو د ویزې د نه تمدید له امله ناروغ، سره له دې چې له سختې ناروغۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، مجبور شو افغانستان ته راوګرځي، بیا ویزه واخلي او بېرته د درملنې لپاره لاړ شي.

    دا ستونزه یوازې د سفر ستونزه نه ده؛ د ناروغانو لپاره د درملنې بهیر ګډوډوي او پر هغو کورنیو چې لا له وړاندې په پورونو کې ډوبې دي، دروند مالي بار اچوي. ډېری دا کورنۍ په وطن کې له کرنیزو ځمکو، غوا او خوسې پرته بله د عاید سرچینه نه لري.

    له اړوندو مسؤلینو څخه غوښتنه کوو چې د جدي او اوږدمهاله ناروغانو لپاره، په ځانګړي ډول د سرطان ناروغانو، د معتبر طبي اسنادو او د ډاکټر د سپارښتنې پر بنسټ د ویزې د اوږدمهاله تمدید ځانګړی اسانتیا رامنځته کړي.

    ناروغ باید د خپلې درملنې په فکر کې وي، نه دا چې هره میاشت د ویزې د ختمېدو په اندېښنه کې وي.

    الله تعالی دې د ټولو ناروغانو مل شي او ټولو اړمنو کورنیو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي. آمین.

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه