د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) خامه پریس ته تایید کړې چې دوه افغان نارینه کارکوونکي یې د ا.ا له لوري نیول شوي دي.
یوناما په رالېږلشوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کارکوونکي یې د تېرې یکشنبې په ورځ هرات کې د اسلامي امارت له لوري نیول شوي دي.
د یوناما د خبرپاڼې له مخې چې تر اوسه دوی ته د دغو دوو کارکوونکو د نیول کېدو د لاملونو او تورونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او اجازه هم نه ده ورکړل شوې چې له هغوی سره وګوري.
یوناما د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د چارواکو د امتیازونو او مصونیتونو رعایت یقیني کړي.
بلخوا د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه د یوناما د دغو کارکوونکو د نیولکېدو په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره هم غځېدلی. دغه دفتر ویلي چې دوی وخت ناوخت هڅې کوي چې له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت تعامل ته کار وکړي.


