د فوټبال ستوری کریسټیانو رونالډو او د هغه د اوږدې مودې ملګرې جورجینا روډریګز په رسمي ډول په پرتګال کې په یوه خصوصي مراسمو کې واده وکړ.
دې جوړې تېره(سهشنبه، د اګسټ ۱۱مه) انستاګرام کې د یوه انځور په خپرولو سره د واده اعلان وکړ.
د رونالډو پر انسټاګرام په خپاره شوي انځور کې د رونالډو او جورجینا لاسونو کې د واده ګوتمۍ ښکاري.
د رونالډو استازو مخکې دا مراسم د “شخصي او نږدې” موقع په توګه بیان کړل. واده د لزبن ته نږدې د کاسکایس په ساحلي سیمه کې ترسره شو، او د راپورونو له مخې، د جوړې پنځه ماشومانو پکې ګډون کړی و.
۴۱ کلن رونالډو او ۳۲ کلنه روډریګز له ۲۰۱۶ کال راهیسې یوځای دي، او رونالډو له جورجینا سره په لومړي ځل په ماډریډ کې په ګوچي پلورنځي کې ولیدل.
سره له دې چې رونالډو یو نړیوال ستوری دی، میرمن یې هم د یوې ماډلې، نفوذ کونکي او سوداګر په توګه یو نړیوال پروفایل رامنځته کړی دی.
رونالډو د خپل نسل یو له خورا بریالي فوټبالرانو څخه شمېرل کیږي.
دا واده شاوخوا یو کال وروسته له هغه کیږي چې روډریګز په انسټاګرام کې په عامه توګه خپله کوژده اعلان کړه.


