خانهافغانستانروسي پانګوالو د افغانستان د برېښنا اړوند برخو کې پانګونې ته چمتووالی...

روسي پانګوالو د افغانستان د برېښنا اړوند برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی 

د روسیې پاور مشینز تخنیکي کمپنۍ مسوولینو د افغانستان برېښنا شرکت له رییس، عبدالحق همکار سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.  

برېښنا شرکت لیکلي چې په دې کتنه کې د تولیدي فابریکو پر اساسي بیارغونې او تجهیزاتو نوي کولو خبرې شوې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت رییس په هېواد کې د برېښنا تولید فابریکو اساسي بیارغونې، تجهیزاتو نوي کول او ظرفیت لوړونې برخو کې د پانګونې فرصتونو او آسانتیاوو یادونه کړې، او ډاډ یې څرګند کړی چې د افغانستان برېښنا شرکت له روسي پاور مشینز کمپنۍ سره د تخنیکي لومړنیو ارزونو برخه کې هر ډول همکاري کوي.

د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا د روسي پاور مشینز کمپنۍ سوداګرۍ برخې مسوول «دینیس روداکوف» ویلي چې دوی غواړي افغانستان کې د شته تولیدي فابریکو لومړنۍ تخنیکي ارزونه وکړي.

د نوموړي په وینا چې له ارزونې وروسته به د اساسي بیارغونې، تجهیزاتو نوي کولو او ظرفیت لوړولو لپاره خپلې طرحې جوړې کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت همداراز لیکلي چې افغانستان دا مهال د برېښنا یو شمېر فعالې تولیدي فابریکې لري، چې لنډ مهال کې یې د تولید پر زیاتوالي او تجهیزاتو پر نوي کولو په پراخه کچه کار شوی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه