خانهنړۍامریکا کې ۱۰ کسان په ډزو ټپیان شوي

امریکا کې ۱۰ کسان په ډزو ټپیان شوي

نړیوالو رسنیو د امریکا په «ارېزونا» ایالت کې په ډزو د لسو کسانو له ټپي‌کېدو خبر ورکړی دی. 

په راپورونو کې د دغه ایالت د پولیسو په حواله راغلي چې دا ډزې په ځایي وخت پرون د خلکو په ګڼه‌ګوڼه کې د یو ناپېژانده کس له لوري شوې او بریدګر هم د پولیسو په ځوابي ډزو ټپي شوی دی. 

پولیسو ویلي چې یاد کس د خلکو په ګڼه‌ګوڼه کې ډزې کړې او لس کسان یې ټپیان کړي دي. 

د راپورونو له مخې چې بریدګر په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی او د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي دي.

چارواکو تر اوسه د دې پېښې د لامل او انګېزې په اړه څه نه دي ویلي. 

په امریکا کې دا ډول پېښې بېخي عادي شوې دي، او وخت ناوخت لسګونه کسان په ډزو وژل کېږي. 

د یادولو ده چې د ډزو پېښې تر ډېره په ښوونځیو، رسټورانټونو، بازار او نور له ګڼې‌ګوڼې په ډکو ځایونو کې کېږي، او ډېر ځله د عامه امنیت په اړه له خلکو سره اندېښنې پيدا کوي. 

څه موده مخکې هم هلته په یو رسټورانټ کې د یو کس له لوري په ډزو شپږ کسان وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپيان شوي وو.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه