د بلخ ولایت په ابو علي سینا ښوونیز او سیمهییزو روغتون کې یوې مېرمنې په یو ځل پنځه ماشومان زيږولي، او په یاد روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
روغتیايي چارواکو ویلي چې دا ماشومان له «وخت مخکې» او په کم وزن سره نړۍ ته راغلي او دا مهال د روغتون په (NICU) څانګه کې تر درملنې لاندې دي.
بلخوا یو شمېر ډاکترانو د دغو ماشومانو روغتیایي وضعیت ښه بللی، خو ټینګار یې کړی چې نړۍ ته له وخت مخکې راتګ او کم وزن یې له کبله جدي پاملرنې ته اړتیا لري او باید تر یوې مودې پورې تر درملنې لاندې وي.
د یادولو ده چې دا مېرمن ۲۸ کلنه نفسیه نومېږي چې په یو ځل یې شپږ ماشومان زیږولي دي.
تر دې مخکې هم د بلخ په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې مېرمنو په یو ځل تر شپږو پورې ماشومان هم زیږولي دي.
څه موده مخکې هم په بلخ کې یوې بلې مېرمنې په یو ځل شپږ ماشومان زیږولي وو چې د ډاکترانو له لوري یې د روغتیايي وضعیت ډاډ ورکړ شوی و.
بلخوا روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې له دا ډول پېښو وروسته مېرمن او ماشومان تر پنځو شپږو کلونو پورې پرلهپسې جدي روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.


