د بېپولې ډاکټرانو خبر ورکړی، چې ۲۸ کلنې نفیسې د بلخ د ابو علي سینا ښوونیز او سیمهییز روغتون کې په يوه ځل پنځه ماشومان زیږولي دي.
د بېپولې ډاکټرانو نن(دوشنبه، د چنګاښ ۲۹مه) پر ایکس ټولنیزې پاڼې لیکي، د نفیسې په نامه یوې مور د دوی په سیمهییز روغتون کې په يوه ځل پنځه ماشومان زیږولي دي.
دوی ویلي، دغه ماشومان له وخت مخکې او په کم وزن نړۍ ته راغلي، له همدې امله ټول د روغتون د نويو زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې (NICU) څانګه کې تر درملنې لاندې وو.
نفیسه وایي، د نږدې اتو ورځو جدي پاملرنې وروسته، ماشومان په تدریجي ډول ښه شول او د نوي زیږون وارډ ته ولیږدول شول. هغې زیاته کړه: “نن، زما پنځه واړه ماشومان ژوندي او روغ دي. دوی د مور شیدې څخه تغذیه پیل کړې.”
بابد وویل شي چې دغه څانګه د بېپولې ډاکټرانو (MSF) په ملاتړ فعالیت کوي.


