پر ایران د امریکا د تېرې شپې هوایي بریدونو وروسته د ایران سپاهپاسداران ویلي چې دوی تازه په بحرین کې پر «الجفیر» اډه پراخ ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د نصر ۲ عملیاتو په دویمه څپه کې یې د بحرین په الجفیر اډه کې د وسلو ذخیرهکولو تاسیسات، د سپوږمکۍ د مخابراتو مرکز او د امریکایي ځواکونو استوګنځی د توغندیو او ډرون په وسیله ویشتلي دي.
که څه هم امریکايي چارواکو تر اوسه د دې اډې په د ویشتلکېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران د «پیکاکس» د په نښهکېدو خبرداری ورکړی دی.
ټرمپ ویلي چې امریکا به همدې ورځو کې پر ایران تر ټولو سخت بریدونه وکړي او د دغو بریدونو په لړۍ کې به د ایران «پیکاکس» غر هم په نښه شي.
په راپورونو کې«پیکاکس» غر د ایران د نطنز د یورانیمو غني کولو تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري او د ژورو تونلونو په درلودلو سره یوه خورا کلکه خوندي سیمه بلل کېږي.
ویل کېږي چې د امریکا تر ټولو ځواکمن بمونه هم دا تونلونه نهشي زیانمن کولای، خو رویټرز د ټرمپ له قوله لیکلي چې امریکا پیکاکس غر له نږدې څاري او هلته هېڅ ډول فعالیت نه ورته ښکاري.


