ملګرو ملتونو د بشري مرستو د کمښت له امله په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو خبرداری ورکړی، او د افغانستان د خلکو د لاسنیوي غوښتنه یې کړې ده.
دغه سازمان ویلي چې د نړیوالو مرستو کمښت په افغانستان کې بشري بحران زیاتوي او د میلیونونو کسانو ژوند له ستونزو سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د بشري اقداماتو څانګې ویلي، چې له پروسږ کال راهیسې د شاوخوا یو میلیون ښځو او نجونو ملاتړ پرې شوی چې ستر لامل یې د نړیوالو مرستو کمښت بلل کېږي.
همداراز د دغه سازمان د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به له ۱۰،۷ میلیون ډېرې افغانې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړې وي، او باید چې په دې برخه کې نړیوال ملاتړ زیات شي.
تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو خبرداری ورکړی و او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي وو چې د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي.
بلخوا د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو هم بار بار ویلي چې نړیواله ټولنه او نړیوالې مرستندویه ادارې باید له افغانستان سره خپلې مرستې سیاسي نه کړي.


