د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د ایران بهرنیو چارو وزارت له مرستیال «وحید جلالزاده» سره په کتنه کې د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اتباعو ته د کونسلي خدمتونو د لا ښهوالي او سرحدي همکاریو اړوند موضوعاتو په اړه بحث شوی دی.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مخ پر ودې وبللې او ټینګار یې کړی چې اتباعو ته د کونسلي خدمتونو وړاندې کول باید لا اسانه، چټک او د منل شویو معیارونو مطابق وي.
د بهرنیو چارو وزارت په اېکسپاڼه همداراز لیکل شوي چې بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال، وحید جلالزاده هم د دواړو هېوادونو ترمنځ کونسلي همغږي مهمه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې له افغان لوري سره روانې خبرې به د دواړو هېوادونو د وګړو د کونسلي چارو د لا ښه تنظیم او اسانتیاوو د پراختیا لامل شي.
د یادلو ده چې د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال نن کابل ته راغلی دی.


