د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د هغو څرګندونو په ځواب کې چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه وې، ټینګار وکړ چې په هېواد کې د ښځو حقونه تضمین شوي دي.
د ښځو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د نهم وزیرانو په کنفرانس کې د اسحاق ډار د څرګندونو په ځواب کې، مجاهد وویل چې ا.ا د اسلامي شریعت سره سم د ښځو حقونه تضمین کړي دي او دوی له خپلو مشروع حقونو څخه برخمنې دي.
په اسلاماباد کې د ښځو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د نهم وزیرانو په کنفرانس کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار وویل چې ا.ا باید د افغان ښځو او نجونو اساسي حقونو لکه د زدهکړې، کارموندنې او په ټولنه کې د ګډون حق ته په بشپړه توګه درناوی وکړي.
د ښځو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان نهم وزیرانو کنفرانس د یکشنبې په ورځ په اسلاماباد کې پیل شو. په دې غونډه کې به د غړو هېوادونو چارواکي او استازي په اسلامي ټولنو کې د ښځو د مقام د پیاوړتیا لارې چارې وڅیړي.
اسحاق ډار د هېوادونو په پرمختګ کې د ښځو په رول ټینګار وکړ او ویې ویل: “ملتونه د خپلو ښځو په پرمختګ سره جوړیږي.”
دا په داسې حال کې ده چې ا.ا مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د شرعي قانون له مخې تضمین شوي دي.


