خانهافغانستانفرمان: د وزارتونو او ادارو له وياندويانو پرته هېڅوک نه شي کولای...

فرمان: د وزارتونو او ادارو له وياندويانو پرته هېڅوک نه شي کولای د ا.ا له ادرسه نشرات او څرګندونې وکړي

دغه فرمان چې تازه خپور شوی دی، پکې راغلي وياند مکلفیت لري، چې د اسلامي امارت موخې، پالیسۍ، فعالیتونه، لاسته راوړنې او نور اړوند اطلاعات رسنیز او خپاره کړي او دغه راز د داسې ټولنیزو او سياسي چارو په هکله چې د اسلامي امارت موقف په کې واضح نه وي د نظر له څرګندولو څخه ډډه وکړي.

په فرمان کې راغلي، ویاندویان باید يوازې هغه اعلاميې چې د اسلامي امارت د عالي مقام لخوا ورکړل شوې وي، خپرې کړي.

په فرمان کې دا هم راغلي، چې د وزارتونو او امارتي ادارو د وياندويانو فعاليتونه يوازې په اړوند وزارت یا ادارې پورې محدود دي او د وزارتونو او امارتي ادارو وياندويان مكلف دي چې د مطالبو له خپرولو څخه مخکې د اړوند وزارت یا ادارې له مقام څخه اجازه ترلاسه کړي.

په فرمان کې ویل شوي، چې د وزارتونو او امارتي ادارو ویاندویان نه شي کولای چې له ورکړل شویو مشخصو امورو څخه پرته په نورو امورو کې نشرات او څرګندونې وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه