دغه رياست نن (دوشنبه، د وږي ۵مه) خبر ورکړ، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مرسته په کندهار، زابل، اروزګان او نيمروز ولايتونو کې څه باندې ٢٦٠ ښځې له دغه پروګرام څخه برخمنې شوې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په داسې حال کې وايي، چې د قابلهګۍ له روزنیز پروګرام څخه ۲۰ ښځې فارغې شوې، په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اعلان وکړ، چې افغانستان په بېړنۍ توګه ۱۸ زره مسلکي قابلو ته اړتیا لري.
دغه صندوق خبرداری ورکړی، چې که دغه اړتیا پوره نه شي، د ډېرو ښځو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.
د راپورونو له مخې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې کچه پکې لوړه ده.
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وايي، قابلهګانې کولی شي د میندو، ماشومانو او تنکيو انجونو نږدې ۹۰ سلنه د امیندوارۍ روغتیايي اړتیاوې پوره کړي. د دغه صندوق د راپور له مخې، د نړۍ په کچه شاوخوا ۹۰۰ زره قابلې روزل شوي دي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق په راپور کې راغلي چې افغانستان له ډېرې مودې راهیسې په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري. هر ساعت یوه ښځه د امیندوارۍ او زیږون د اختلاطاتو له امله مړه کیږي.
د دې بنسټ په وینا، دا مړینې تر ډیره حده د ماهرو قابلو په پاملرنې سره د مخنیوي وړ دي.


