د ترانسپورت وزارت ویاند امام الدین احمدي، ملت ته د حکومت د حساب ورکونې د پروګرام په چوکاټ کې نن (دوشنبه، د وږي ۵مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په تېر کال کې د افغانستان له فضايي حریم څخه ۴۰،۱۶ الوتنې شوي، چې د تېر په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي دا هم وايي، چې په تېر کال کې د هېواد له هوايي ډګرونو څخه ۱ میلیون ۸۹۷ زره ۲۷۳ مسافرو په ۱۲ زره ۵۰۳ الوتنو کې سفر کړی، چې له دې جملې څخه ۷۷۴ زره ۷۰۰ یې په هېواد کې دننه او یو میلیون ۱۲۲ زره او ۵۸۳ تنه نور دې بهر ته یې سفر کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې ۵۴۷ زره ۳۸ بار وړونکي موټر له افغانستان څخه ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ایران او پاکستان ته او ۴۳۴ زره ۷۰۹ نور بار وړونکي موټر له ګاونډیو هېوادونو او سیمې څخه افغانستان ته تللي دي. راغلي دي د چارواکو په وینا پر دې سربېره ۴۱۳۷۰ موټر د ترانسپورتي بندرونو له لارې شا او خوا ته تللي دي.
چارواکي وايي، په کابل کې د معیاري ترانسپورتي ترمینل د جوړولو لپاره څه باندې درې نیم زره جریبه ځمکه د ښار او کور جوړولو له وزارت څخه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته سپارل شوې ده.
د چارواکو په وينا، د خوست هوايي ډګر په نړيوال هوايي ډګر بدلول او د اريانا افغان هوايي شرکت، کام اير او ٨ نورو نړيوالو هوايي شرکتونو ته د خدمتونو وړاندې کول په تېر يوه کال کې د دغه وزارت له مهمو فعاليتونو څخه دي.


