خانهښځېریچارد بنټ له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې معترضې نجونې خوشې کړي

ریچارد بنټ له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې معترضې نجونې خوشې کړي

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ نن دوشنبه د وري ۷مه د درې اعتراض کوونکو ښځو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه ښځې يوه ورځ مخکې په داسې حال کې ونيول شوې چې د کابل په لويديځ کې يې په لاريون کې برخه اخيستې وه. رقیه ساعي، فاطمه محمدي او ملالۍ هاشمي هغه میرمنې دي چې د کابل په لویدیځ کې د ښځو د کار او زده‌کړو د بندیدو په غبرګون کې یې له یو شمیر ښځو سره مظاهره وکړه.

ریچارډ بنټ په خپل ټویټ کې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده‌کړې د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل او د ښځو د کار ممنوعیت د هېواد دننه او نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي او یو شمېر ښځو او نجونو د دغو بندیزونو پر ضد په وار وار لاریونونه کړي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه