د بشري حقونو سازمان حالوش وايي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۷ افغان کډوال د اوبو د سخت کمښت له امله د ایران په سراوان کې مړه شوي دي.
دا ېیښه د سپتمبر په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ د مکسخته په سیمه کې رامنځته شوه. د حالوش په وینا، د قربانیانو جسدونه د پېښې له ځای څخه لیږدولو وروسته د خاش هدیرې ته یوړل شول.
د بشري حقونو سازمان هغه انځورونه هم خپاره کړل چې پکې یو شمېر خلک په نامعلوم ځای کې د قبرونو د چمتو کولو په حال کې لیدل کیږي.
د مړو په منځ کې د بغلان ولایت څخه د یوې کورنۍ پنځه غړي شامل دي. خپلوانو او عیني شاهدانو ویلي چې دا ډله د سفر په جریان کې د اوبو له جدي کمښت سره مخ وه او یو شمېر یې یو بل ته نږدې مړه شول.
د ایران سرحدي لارې د هغو لارو څخه دي چې ځینې افغان کډوال یې ایران ته د رسېدو لپاره کاروي. د لارې ستونزمنتیا، د کافي اسانتیاوو نشتوالی او د څښاک اوبو ته محدود لاسرسی دا سفر د کډوالو لپاره له جدي ګواښونه ډکوي.


