د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان کړی چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیون څخه ډېرې نجونې د ثانوي زدهکړو څخه محرومې شوي دي.
یونېسف یو پیغام خپور کړ چې پکې ویل شوي چې افغانستان اوس مهال په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چیرې چې نجونې او ښځې د ثانوي او لوړو زدهکړو څخه محرومې دي.
دغه نړیوال سازمان له ا.ا څخه غوښتنه کړې چې د نجونو او ښځو د زدهکړې محدودیتونه لرې کړي او ښوونځیو او پوهنتونونو ته د دوی د راستنېدو لپاره لاره هواره کړي.
یونېسف وویل: “له زدهکړې څخه محرومیت د ماشومانو، کورنیو او د افغانستان راتلونکي لپاره لرې پایلې لري.”
دغه سازمان دا هم ټینګار وکړ چې د نجونو زدهکړې ته لاسرسی باید پرته له محدودیتونو تضمین شي او دا چې د زدهکړې دوامداره بندیز کولی شي د افغان ټولنې لپاره اوږدمهاله پایلې ولري.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته، ا.ا د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته تعلیم ورکول بند کړل. له هغې وروسته، ښځې هم په پوهنتونونو او لوړو زدهکړو مرکزونو کې له زدهکړې منع شوې.
د نجونو او ښځو د زدهکړې څخه محرومول د نړیوالو سازمانونو له پراخ غبرګون سره مخ شوي دي. یونېسف او د ملګرو ملتونو نورو سازمانونو په وار وار د افغان نجونو او ښځو لپاره د زدهکړې د برابرولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د یادولو ده چې په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زدهکړې د بندیز څخه ۱۸۲۴ ورځې تېرې شوي، او تر اوسه پورې ا.ا د تعلیمي مرکزونو د بیا پرانستلو په اړه کومه نوې پرېکړه نه ده کړې.


