دغه سازمان پرون چهارشنبه د حوت ۲۴مه خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زدهکړو بندیز په افغانستان کې د بېوزلۍ او په کمعمر کې د ودونو د زیاتوالي لامل کېږي.
سیف د چلدرن په یوه اعلامیه کې ویلي چې که اسلامي امارت ژر تر ژره د نجونو پر زدهکړو بندیز لغوه نه کړي، نو په افغانستان کې به بېوزلي او د ماشومانو په ودولو کې به زیاتوالی راشي.
دغه بنسټ ویلي که تر راتلونکې یوې اونۍ په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیلېږي او باید چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ لخوا د وړاندېشویو معلوماتو له مخې چې اوس مهال تر درې میلیونه زیاتې نجونې له ښوونځیو راګرځول شوې دي.
د دغه بنسټ اجرایوي رییس، اولیور فرانچي ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې دي.
هغه له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له ځنډ پرته د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.


