خانهښځېد یوې امیندوارې ښځې په ګډون درې کسان ووژل شول

د یوې امیندوارې ښځې په ګډون درې کسان ووژل شول

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه سه‌شنبه د حوت ۲۳مه د چهارسدې ولسوالۍ اړوند د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده.

ویل کېږي دا سړی دوې مېرمنې لري او خپله امیندواره لومړۍ ښځه یې له بل چا سره د اړیکې په تور وژلې ده.

هاخوا د بدخشان د جرم ولسوالۍ ولسوال، قاري محفوظ الله په دې ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو د یو قوماندان د زندۍ‌کېدو خبر ورکړی دی.

د هغه په وینا، د ولسي پاڅون‌کوونکو دا قوماندان «نصرت  الله» نومېده او مړی یې د بدخشانا په بهارک ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

بلخوا په کابل کې سرچینې ویلي چې نن سهار د پنځمې ناحیې اړوند په دیوان‌بیګي سیمه کې د جومات امام په ډزو وژل شوی دی. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ملا خالد منصور په نامه دغه کس له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او تر اوسه یې د وژل‌کېدو لامل نه دی روښانه شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مرموزنې او هدفي وژنې او د ځانوژنې پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه