خانهافغانستانهرات کې دوه سړي او دوې ښځې له کوره د تيښتې په...

هرات کې دوه سړي او دوې ښځې له کوره د تيښتې په تور نیول شوي

دې قوماندانۍ پرون شنبه د کب ۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې دوې ښځې له دوو نارينه‌وو سره له کوره د تېښتې او له واده مخکې اړیکې لرلو په خاطر نیول شوي دي.

د قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، نیول‌شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او اوس په بندخونه کې دی.

په خبرپاڼه کې د دغو دوو ښځو د تېښتې د لامل په اړه څه نه دي ويل شوي.

مسوولینو د دې پېښې په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي او نه هم د دغو مېرمنو د تېښتې لامل روښانه شوی دی.

تر دې وړاندې هم له کوره د تېښتې په تور د ښځو د نيول‌کېدو په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي وو.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې له واده مخکې اړیکه غیراخلاقي کار بلل شوی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه