خانهافغانستانرینا امیري په امریکا کې له یو شمېر فعالانو سره د افغان...

رینا امیري په امریکا کې له یو شمېر فعالانو سره د افغان ښځو او نجو پر وضعیت غږېدلې

رینا امیري د دې کتنې خبر تېره شپه (شنبه د کب ۶مه) په خپل ټویټر اکاونټ ورکړی دی.

تر دې مخکې د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې دوحې ته د خپل سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر، لوله الخاطر سره کتلي وو او د افغان ښځو پر وضعیت یې ورسره خبرې کړې وې.

رینا امیري همداراز لیکلي، چې که څه هم هېوادوالو څه کم دوه کاله وړاندې په يوه شپه کې خپل هر څه له لاسه ورکړل، خو له تجربه‌کړو زیانونو سره سره لا هم د افغانستان پر بيارغونې تمرکز کوي.

هغې ویلي، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه په بهر کې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه