د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه پرون شنبه د کب ۶مه له غرمې مخکې د المار ولسوالۍ په فتحآباد سیمه کې شوې ده.
ویل کېږي، پېښه هغه مهال شوې چې د عتیق الله په نامه یو ۱۳ کلن ماشوم په ناچاودې مرمۍ لوبې کولې.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله ورته پېښې شوې چې زیاتره قربانیان یې ماشومان دي.
افغانستان کې له لسګونو کلونو جګړې راهیسې پاتېشوي ناچاوده توکي لا هم د هېواد په ډېرو سیمو کې موندل کېږي چې له امله یې وخت ناوخت هېوادوال په ځانګړې توګه ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.
څه موده وړاندې د حکومت په یوه سروې کې ښوول شوي وو چې د افغانستان په ۶۰۶ کیلو متره مربع خاوره کې ناچاده توکي شته.


